د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړي شفقت د غزني پوهنتون طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو ته ۵۱ کادري او اداري بستونه منظور او ورکړل شول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴
ty

د غزني ولایت د جهاد پروره او کړاو ځپلو ولسونو سره د زیات ترحم، شفقت، پاملرنې او د غزني ولسونو ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایې خدماتو د برابرولو او طبي ستونزو د حل په موخه، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم د زیاتو نه ستړي کېدونکو او پرلپسې هلو ځلو په لړ کې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه له لوري، د غزني پوهنتون طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو ته شاوخوا ۵۱ علمي، کادري او اداري بستونه منظور او ورکړل شول.
په یادو بستونو کې د طب پوهنځي د اداري برخې ترڅنګ د اوو څانګو لپاره علمي کادري بستونه او د عامه ادارې،پالیسي پوهنځي د دوو څانګو لپاره اداري او علمي کادري بستونه شامل دي. 
په ورته مهال د غزني پوهنتون مسؤلین دا ستر اقدام د لوړو زده‌کړو د پراختیا او د بشري ظرفیت د لوړولو په لور یو مهم او پر وخت ګام بولي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه؛ او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د دوامدارې پاملرنې او شفقت په موخه مننه کوي.
دا پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه هغه ژمنتیا څرګندوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د علم، تخصص او بشري سرچینو د ودې لپاره جدي ګامونه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې دغه پوهنځۍ په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د غزني پوهنتون په چوکاټ کې اضافه او په نېږدې راتلونکې کې به په فعالیت پیل وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۰ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۰ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي په نوښت، د دغه پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو (معیارونو) او کرنیزو عصري سیستمونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام. . .

BACK TO NEWS