غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې له استادانو سره د محصلینو د فکري پیاوړتیا او ټولنیز مسؤلیت پېژندلو په موخه ځانګړې ناسته ترسره شوه.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې له استادانو سره د محصلینو د فکري روزنې، علمي ودې او اصلاح په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د ناستې موخه د استادانو له لوري د محصلینو فکري پیاوړتیا، سالمې عقیدې، او ټولنیز مسؤلیت پېژندل وو. ترڅو محصلین وکولای شي چې د عصري ننګونو پر وړاندې له علمي او دینی پلوه چمتو وي او د خپلې ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره فعاله ونډه واخلي.
د ناستې په جریان کې، عمومي رئیس استادانو ته د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او اعتدال د لارې د غوره کولو په اړه مهمې لارښوونې وړاندې کړې. او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې محصلین وهڅوي چې د علم د حاصلولو ترڅنګ خپل اخلاقي او فکري شخصیت ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۳ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۱ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۱ مه
