غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تطبیقي پلان د انکشاف په موخه د نظر غوښتنې او تشریح سمینار ترسره شو.

gu_user1
Mon, Mar 30 2026 9:27 PM
bg

غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې له لوري مسؤلینو، استادانو او د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان د انکشاف او لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه، د نظر غوښتنې او تشریح  علمي سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د پوهنتون د تطبیقي پلان تشریح او د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان په اړه د بېلابېلو برخو د نظرونو راټولول او د عملي کېدو لپاره یې د روښانه تګلارې وړاندې کول وو.
د سمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د تطبیقي پلان انکشاف د پوهنتون د پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ دی، او د ټولو اړخونو نظرونه کولی شي دا پلان لا پیاوړی او عملي کړي. هغه زیاته کړه چې د علمي، اداري او زیربنایي برخو پراختیا د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمېټې مسؤل ښاغلي استاد پوهندوی محمد مسعود نېکنام د پوهنتون د ۱۴۰۵هـ ش  کال د تطبیقي پلان مهم ټکي، اهداف او لومړیتوبونه په تفصیل سره تشریح کړل. چې په دغه پلان کې د تدریس د کیفیت لوړول، د څېړنو پراختیا، د زیربناوو ښه کول او د محصلینو د خدماتو پیاوړتیا هغه مهم موارد وو چې پرې تمرکز شوی و.
په پای کې ګډونوالو هم د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د عصري تدریسي میتودونو او محصلینو د درسي اسانتیاوو او خدماتو د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د سمینار په پای کې ټینګار وشو چې د ټولو راټولو شوو نظریاتو پر بنسټ به د ۱۴۰۵ هـ ش کال تطبیقي پلان بیاکتنه او اصلاح شي، څو د پوهنتون اړتیاوو او د وخت غوښتنو ته په کتو یو عملي او اغېزمن سند ترتیب شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۰ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۰ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS