غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو د پسرلني د درسونو د پیل سره سم د درسي بهیر د منظم والي په موخه له صنفونو څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
Sat, Mar 07 2026 1:28 PM
qo

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس او د څانګو آمرینو د پسرلني سمیستر د درسي بهیر د پیل سره سم د یاد پوهنځي له بېلابېلو درسي صنفونو څخه د ستونزو د مخنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه.
د دغې لیدنې پر مهال د یاد پوهنځی رئیس مفتی محمد میرویس عبدالله د استادانو د تدریسي بهیر، د محصلینو د حضور او ګډون او د صنفونو د عمومي وضعیت ارزونه وکړه. او د تدریس د لا ښه والي لپاره یې له استادانو او محصلینو سره خبرې اترې هم وکړې؛ او ټینګار یې وکړ، چې د درسي بهیر منظم ساتل، د تدریس کیفیت لوړول او د محصلینو علمي ظرفیت پیاوړی کول د پوهنځي له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. د نوموړي په وینا، دا ډول لیدنې به په دوامداره توګه ترسره شي تر څو د تدریس بهیر په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.
د یادونې وړ ده چې  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تل هڅه کوي څو د کیفیت لرونکي تدریس او اغېزمن علمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره بېلابېل اقدامات ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ١٨ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٦ مه
۲۰۲۶م، مارچ ٧ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS