غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند دری ورځنی معلوماتي سمینار نن ورځ پای ته ورسېدل.

gu_user1
Thu, Nov 27 2025 12:02 PM
vt

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو د ګومارنې، لوړتیا، پیاوړتیا او پراختیا عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو  د ظرفیت لوړولو په موخه د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند درې ورځنی معلوماتي سمینار نن ورځ پای ته ورسېده.  د دغه سمینار د پای په مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د مالي اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د ټولو اداري برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
چې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید، سمینار د پاتي موضوع او د اداري راپورونو د لیکلو اصول وړاندې کړل.
وروسته عمومي رئیس شیخ صاحب ناستې د وینا پرمهال له استاد نه مننه وکړه چې کارکوونکو ته یې د ظرفیت لوړونې په برخه کې ډیر څه په عملي ډول وروښوودل. او له کارکوونکو یې غوښتنه وکړه چې د نظام د پایښت او بقأ لپاره ځانونه په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.
دارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ذوالهادي هم غونډې ته وینا وکړه او له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې باید نوښتګر واوسي او خپل ځانونه لا نور کمال ته ورسوي او د ارنګه یې د غوره مدیر صفات هم بیان کړل چې پکې له موجوده منابعو څخه په ښه توګه استفاده، د طرحه شوو پلانونو درلودل او نوښتګر اوسېدل یې یادل کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS