غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانګې لپاره نوی آمر معرفي او خپلي چاري یې رسماً پیل کړې.
غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د بیولوژي څانګې لپاره استاد پوهنمل حفیظ الله اشرفي د نوي آمر په توګه رسماً معرفي شو. په دغه مراسمو کې د ياد پوهنځي رئیس ،استادانو اواداري کارکوونکو ګډون کړي وو.
چې پکي د دغه پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي، د استاد پوهنمل حفیظ الله اشرفي علمي او مسلکي وړتیاوې وستایلې او نوموړي ته یې په نوې دنده کې د لا برياوو هیله څرګنده کړه. همدارنګه یې د پخواني آمر له هڅو څخه مننه وکړه او د هغه خدمتونه یې وستایل.
په ورته مهال ښاغلي اشرفي په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د بیولوژي څانګې د علمي کچې د لوړولو، د محصلینو د ظرفیت د پراخولو او د تدریسي او تحقیقي چارو د ښهوالي لپاره به جدي هڅې کوي.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي د معرفي کېدو موخه د پوهنځي د علمي او اداري چارو لا ښه تنظیم او پرمختګ بلل کېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سهشنبه ، ٤ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ٤ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
