غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال د خزاني سمیستر نهایې ازموینې په پوره شفافیت او ډاډمنه فضأ کې پیل شوې.

gu_user1
Sat, Nov 22 2025 1:44 PM
ui

غزني پوهنتون کې، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمېستر نهایي ازموینې د بشپړ شفافیت او منظم مدیریت په فضاء کې پیل شوې.
 د پیل شوو ازموینو له صحنو څخه د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د لیدنې پرمهال د محصلینو د ستونزو او مشکلاتو پوښتنه وکړه؛ او د ازموینو له شفافیت څخه یې پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه ازموینې د ټاکل شویو اصولو، معیارونو او اداري پلان سره به سمي پر مخ ځي او د پایلو شفافیت د پوهنتون د رهبري لپاره لومړیتوب دی. نوموړي وویل چې د علمي پروسو د لا ښه والي او محصلینو د ستونزو د ژر حل لپاره لازم ترتیبات نیول شوي دي. او له محصلینو څخه یې د صورت او سیرت د اصلاح غوښتنه وکړه.

محصلینو هم د نهایي ازموینو له پيل څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د شفافې سیالۍ په فضا کې به د خپلو هڅو غوره نتیجه ترلاسه کړي.

غزني پوهنتون د هېواد له مهمو علمي مرکزونو څخه دی چې هر کال په بېلابېلو پوهنځیو او څانګو کې سلګونه محصلین فارغ او د هېواد د خدمت ډګر ته وړاندې کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS