د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

gu_user1
Tue, Sep 15 2026 3:17 PM
ct

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند له لوري د یاد پوهنتون اړوند مهمې غوښتنې، اړتیاوې او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک شول، ترڅو د پوهنتون د علمي، اداري او بنسټیز پرمختګ په برخه کې د شته ستونزو د حل او اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمې همکارۍ او همغږي رامنځته شي.
په دغو وړاندیزونو کې د مؤسساتو له لوري له پوهنتون سره په څېړنیزه برخه کې همکارۍ، د چاپېریال د سمسورتیا لپاره د اوبو شبکې جوړول، د محصلینو د عملي زده کړو لپاره د لابراتوارونو او د پوهنتون لپاره د مجهز کتابتون، په لیلیه کې د مېشتو محصلینو لپاره د صحي خدماتو فعالولو او د محصلینو د ترانسپورت ستونزو حل کولو غوښتنې شاملې وې.
په ورته مهال د مؤسساتو مسؤلینو له غزني پوهنتون سره په پورتنیو یادو برخو کې د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړی؛ او زیاته یې کړي یې ده چې دوی هر وخت چمتو دي چې له غزني پوهنتون سره په ګډه یادې چارې مخته یوسي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۲۴ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۱۵م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS