غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵هـ ش کال د کانکور عمومي ازموینه پیل چې په دوو ورځو کې به ترسره شي.

gu_user1
Thu, May 14 2026 9:01 AM
fr

د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینه نن ورځ د غزني پوهنتون په انګړ کې د رسمي مراسمو پرمهال پیل، چې ټاکل شوې په دوو ورځو کې به ترسره شي. په دغه ازموینه کې د غزني مرکز او ولسواليو څخه ۳۷۲۰ تنه داوطلبانو ګډون کړی.
د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د غزني پوهنتون مسؤلینو، د ازموینو عمومي ادارې هيئت او تخنیکي ټیم د پوهنې ریاست رئیس، استادانو او ګڼ شمېر زده‌کوونکو ګډون کړی. 
د دغي ازموینې د پرانسیتي په مراسمو کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د ازموینې پروسه د هېواد د علمي پرمختګ او د ځوان نسل د روښانه راتلونکي لپاره مهم ګام وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ازموینې اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
او ډاډ يې ورکړ چې د ازموینې ټول بهیر د ځانګړي هيئت تر څار لاندې پر مخ وړل کېږي او د شفافیت اصل به په بشپړه توګه مراعات شي.
همداراز د ازموینو عمومي ادارې د هیئت مشر استاد محمد داؤد ځلاند د دغي پروسې اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک او له څارونکې هيئت څخه یې غوښتنه وکړه چې د ازموینې ټاکل شوي وخت ته جدي پاملرنه وکړي.
دارنګه د غزني ولایت د پوهني رئیس مولوي میرنصیراحمد حسیني د علومو په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او ويې ویل چې ننۍ نړۍ د علومو او ټکنالوژي په واسطه پرمختګ کړی نو باید موږ او تاسو باید دغه برخي ته زیاته توجه وکړو او راتلونکې نسلونه په دیني او عصري علومو سمبال ورزو.
وروسته د ازمویني د پوښتنپاڼو صندوقونه د مسؤلینو له لوري د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شول.

باید وویل شي چې د کانکور عمومي ازموینه به نن ورځ پنج شنبه او سبا جمعې ورځ ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۲۷ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۲۴ مه
۲۰۲۶م، مې ۱۴ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS