له غزني پوهنتون سره د چاپېریال د زرغونتیا په موخه د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ٧٠ موټرو حاصلخېزې خاورې همکاري وشوه.
له غزني پوهنتون سره د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه، د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ۷۰ موټرو حاصلخيزې خاورې همکاری وشوه.
د یادې همکارۍ د ترلاسه کېدو هڅې د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په هڅو او همغږۍ د پوهنتون د چاپېریالي وضعیت د ښه والي او زرغونتیا په موخه ترسره شوې.
په ورته مهال ښاغلی ذوالهادی وویل، چې دغه حاصلخېزه خاوره به د پوهنتون په انګړ او شنو ساحو کې د ونو، بوټو او ګلانو د کرلو لپاره وکارول شي، تر څو تحصیلي چاپېریال لا ښکلی، سالم او د محصلینو لپاره مناسب شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا پروګرامونه د تحصیلي ادارو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې نه یوازې د طبیعي ښکلا لامل ګرځي، بلکې د سالمې فضا په رامنځته کولو کې هم مهم رول لري.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٧ مه
۲۰۲۶م، اپریل ١٦ مه
