غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Thu, Apr 09 2026 11:08 AM
qw

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې شیخ صاحب په کارونو کې د مشورې په اهمیت خبري وکړې او ویې ویل چې د پوهنتون د ټولو اداري او علمي واحدونو ترمنځ همغږي د بریالۍ ادارې بنسټ جوړوي، او ژمنه یې وکړه چې د ټولو کارکوونکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته ګډونوالو د مالي او اداري چارو د لا ښه تنظیم، د شفافیت د پیاوړتیا، او د کاري بهیر د چټکتیا په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د کارونو په چټکتیا او شفافیت یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې دا ډول همغږیزې غونډې به په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو د پوهنتون د چارو کیفیت لا لوړ او د خدمتونو وړاندې کول لا اغېزمن شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۰ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۹ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS