غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

gu_user1
Thu, Apr 09 2026 10:51 AM
za

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام کې د یاد آمریت مسؤلینو او یو شمېر محصلینو ګډون کړی و.
چې پرمهال یې ویناوالو د فکري جګړې مفهوم ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په نننۍ نړۍ کې جګړې یوازې په فزیکي بڼه نه دي، بلکې فکري او کلتوري اړخونه یې هم خورا مهم دي. د دوی په وینا، د رسنیو، ټولنیزو شبکو او فرهنګي یرغلونو له لارې د ټولنو پر ذهنونو اغېز کول د فکري جګړې اساسي بڼه ده. همداراز یې د فکري جګړې د مخنیوي پر لارو چارو بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې ځوان نسل باید د علم، پوهاوي او انتقادي فکر له لارې ځانونه د داسې ګواښونو پر وړاندې چمتو کړي. 
باید وویل شي چې یاد فکري انجمن د هري پنج شنبې په شپه د پوهنتون په مسجد کې په لیلیه کې د مېشتو محصلینو له لوري ترسره کیږي چې موضوعات د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ورته انتخاب کیږي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۰ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۹ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS