غزني پوهنتون کې استادانو او محصلینو ته د محصلینو ظرفیت لوړونې پلان او د علمي آزادۍ د تطبیق تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۱
rt

غزني پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت له لورې  استادانو او محصلینو ته د «محصلینو د ظرفیت لوړونې پلان او د علمي آزادۍ تطبیق» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.
په یاد سمینار کې د عمومي رئیس او د علمي د مرستیال ترڅنګ د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و. د سمینار موخه د محصلینو د علمي وړتیاوو لوړول، د زده‌کړې چاپېریال پیاوړی کول او په پوهنتوني چاپېریال کې د علمي آزادۍ د ارزښتونو ترویج بلل شوی ده.
د سمینار د پیل د وینا پر مهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد سمینار په پیل خوښي څرګنده کړه او د علمي چارو د معاونیت څخه د مننې ترڅنګ یې د نني سمینار په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او زیاته يې کړه چې استادان دي محصلین داسې وروزي چې په راتلونکې کې د دین او هیواد د دفاع لپاره داسي څه جوړ کړي، څو له نوري نړۍ مخکښ او له محتاجي څخه يې خلاص شو؛ او محصلین هم باید ځانونه په اخلاقي روحیه سمبال؛ او د نن ورځي ټکناژیکو غوښتنو سره سم مخي ته ولاړشي.
وروسته د سمینار موضوع د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري وړاندې شوه، چې پرمهال یې د پوهنځیو رئیسان او استادان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ويې ویل چې استادان باید، د محصلینو د مفهومي درک پیاوړتیا، منظمې مطالعې ته د محصلینو تشویق او هڅونه، د محصلینو د تحلیلي او انتقالي فکر لوړول، د محصلینو د علمي لیکنې په برخه کې د هغوی درک پیاوړی کول او د محصلینو د اخلاقي کړنو کنټرول او په اسلامي اخلاقو سمبالولو اړوند يې هر اړخیز معلومات د سمینار له ګډونوالو سره شریک کړل او په اخېر کې یې محصلین وهڅول چې له موجودو علمي فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، په څېړنیزو او علمي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او د خپلو مهارتونو د لوړولو لپاره دوامداره هڅه وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۱۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۷ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۸ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS