د غزني پوهنتون دوو تنو استادانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارکوونکو او روانشناسانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سمینار وړاندې کړ.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
nm

د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي دوو تنو استادانو ښاغلي پوهنمل حبیب الله پائیز او نوماند پوهنیار عبدالسلام احمدزي د غزني ولایت د امنیه قومنداني اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارکوونکو او اړوندو روانشناسانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی روزنیز سمینار ترسره کړ.
د دغه سمینار موخه د نشه‌يي توکو د مخنیوي، درملنې او ټولنیزې بېرته راګرځونې په برخه کې د عملي او علمي ظرفیتونو پیاوړتیا وه.
په یاد پنځه ورځني سمینار کې ګډونوالو ته د رواني درملنې نوې لارې، د معتادینو د بېرته راګرځولو میتودونه، د ټولنیز پوهاوي د لوړولو لارې چارې، او د مخدره توکو د خطرونو د ارزونې علمي میتودونه ور وپېژندل شول.

ګډونوالو د سمینار له محتوا خوښي وښوده او ویې ویل چې د روزنې له لارې یې عملي مهارتونه ترلاسه کړل چې په راتلونکې کې به د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ترې ګټه واخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۳ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۲ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۱ مه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS