د غزني پوهنتون عمومي رئیس د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو څخه ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۳۱
mk

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن نن ورځ د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه رسمی لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د خاتم النبيين پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري مسئولینو د ښاغلي محسن هرکلی وکړ او د پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو په اړه یې مفصل معلومات ورسره شریک کړل.
په ورته مهال رئیس صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ همکاري، د زده‌ کړو د کیفیت ښه والی او د لوړو زده کړو د معیارونو مراعتول، د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي. نوموړي وویل چې خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو په پراختیا کې مهم ځای لري او اړینه ده چې د تضمین او کیفیت اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دارنګه یې د یاد پوهنتون تدریسي او علمي چارې، درسي اسناد، اداري سیستم او د محصلینو د خدمتونو برخې له نږدې وکتلې او د ترسره شوو فعالیتونو ستاینه یې وکړه. په اخیر کې د خاتم النبيين خصوصي پوهنتون مشرتابه د رئیس صاحب له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو او معیارونو په رڼا کې به د پوهنتون د خدمتونو کیفیت لا لوړوي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ۱،۲۳۰،۲۶۴ افغانۍ عواید راټول کړي؛ او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي.

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ( ۱،۲۳۰،۲۶۴ یو میلیون، دوه لکه، دیرش زره، دوه سوه، څلور شپېته ) افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

BACK TO NEWS