د غزني پوهنتون عمومي رئیس،د محصلینو د ستونزو د اورېدو او د لیلیې د ټولیز وضعیت د ارزونې په موخه له عمومي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۱
se

ن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو د ستونزو د اورېدو او د لیلیې د ټولیز وضعیت د ارزونې په موخه له عمومي لیلیې څخه لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې پر مهال شیخ صاحب  د لیلیې له مسؤلینو سره له نږدې خبرې وکړې او د اوسېدو، خوړو، حفظ الصحې،  او نورو اړوندو برخو د خدماتو د کیفیت په اړه یې تفصیلي معلومات تر لاسه کړل؛ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د راپورته شوو ستونزو د حل لپاره ژر اجرائيې ګامونه پورته کړي او د لیلیې په چارو کې د لا زیات منظم سیستم د رامنځته کولو لپاره لازم تدابیر عملي شي.
او دارنګه یې د لیلیې عمومی مدیریت مسؤلینو  وړاندیزونو او غوښتنو ته په دقت غوږ ونیو او ټینګار یې وکړ، چې د غزني پوهنتون رهبري د محصلینو هوساینه او تعلیمي چاپېریال ښه کول خپل لومړیتوب ګڼي.

محصلینو د پوهنتون د رهبري له دې اقدام څخه قدرداني وکړه او دا ډول لیدنې یې د ستونزو د سموالي او د شفافو خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمنې وبللې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۸ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو ته د علمي څېړنو د فرهنګ پېژندنې تر عنوان لاندې علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختګ آمریت له لوري؛ او په افغانستان کې د ناروي کمېټې په ملاتړ د کرنې پوهنځي استادانو ته د پیل شوی دوه ورځني سمینار په دوام نن ورځ د علمي څېړنو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد پوهنتون د اړتیاوو، ستونزو او پرمختیایي وړاندیزونو شریکولو په موخه د ولایتې پرمختیایي کمېټې په میاشتنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د غزني ولایت د پرمختیایي کمېټې په میاشتنۍ ناسته کې ګډون وکړ، چې موخه یې د یاد پوهنتون د اړتیاوو، ستونزو او. . .

BACK TO NEWS