غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندي علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
tr

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندې  علمي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د استاد شیخ محمد نسیم راشد له خوا وړاندې شو.
چې پکي د انسان د پیدایښت فلسفې، د خالق او مخلوق تر منځ اړیکې، د ژوند د هدف او د انساني مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز علمي او شرعي توضیحات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه چې انسان د الهي ارادې له مخې د عقل، اختیار او مسؤلیت لرونکی مخلوق دی، او د ده د ژوند حقیقي ارزښت د الله تعالی د رضا تر لاسه کول او د بشري خیر لپاره هڅه کول دي.
د سمینار په پای کې ګډونوالو د استاد له ارزښتناکو څرګندونو مننه وکړه او د ورته علمي او فکري پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. .سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد


د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 ١٤ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ١٤ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او په یاد پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره؛ او په دغه پوهنتون کې د ترسره شویو پرژو د ارزونې ترڅنګ په یولړ مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۲
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو او همداراز په یاد ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو ته دری ورځنی دیني او اصلاحي سمینار پیل شو.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له رسمي هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د غزني پوهنتون او همداراز د دغه ولایت د مسلم او خاتم النبیین خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو. . .

BACK TO NEWS