غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ناسته ترسره او د محصلینو لپاره د اصلاحي درسونو لړۍ د پیل ترڅنګ په شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۳۴
we

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ، او د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې ښاغلي منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د کمېټې نوي غړي معرفي او د دغي کمېټې اهداف او مسؤلیتونه یې ورته تشریح کړل. او زیاته یې کړه چې د دعوت او ارشاد مسؤلیتونه ډیر درانه دي نو باید په ښه طریقه یې سرته ورسوو.
وروسته د کمېټې غړو د دیني، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا ترڅنګ د محصلینو د فکري روزنې او اصلاح لپاره د نوې لړۍ د پیل پرېکړه وکړه. او ټینګار یې وکړ چې د دعوت او ارشاد کمېټه به د محصلینو ترمنځ د اسلامي او انساني ارزښتونو د ترویج لپاره منظم اصلاحی درسونه، علمي غونډې او معنوي پروګرامونه ترسره کوي.
چې پکې د دعوتي فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د درسونو د مهال‌وېش، د تدریسي موادو د برابرولو او د علمي ـ معنوي همکارۍ د پراخېدو په اړه بحثونه وشول.
د غونډې په پای کې لازمې پرېکړې وشوې، چې له مخې به یې د محصلینو لپاره د اصلاحی درسونو لړۍ په منظم ډول پیل شي، د دیني او ټولنیزو پوهاوي پروګرامونه به پیاوړي کېږي او د دعوت او ارشاد کمېټه به د پوهنتون د معنوي پرمختګ لپاره خپل کارونه لا اغېزمن کوي.
د غزني پوهنتون مشرتابه د کمېټې له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې مثبتو فعالیتونو د دوام او پراختیا لپاره به هر اړخیز ملاتړ کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه، ۱۶، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۷، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS