غزني پوهنتون کې استادانو او کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه ادأکولو د فضیلت او اُخروي ګټو اړوند دیني سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۷
ed

قمري نېټه: محرم الحرام  ۲۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۳۱، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۲۲، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په جماعت سره د لمانځه ادأکولو فضیلت او اخروي ګټو بیانولو په موخه دیني سمینار وړاندې شو. په سمینار کې د پوهنتون ټولو استادانو، او کارکوونکو ګډون کړی وو.
دغه سمینار د یاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري وړاندې شو چې پکې د جماعت لمانځه پر روحاني ارزښت، ټولنیز تأثیر او د اخیرت له پاره یې پر ثوابونو روښانه رڼا واچول شوه. او دارنګه د جماعت لمانځه په اړه د قرآن کریم آیاتونه، د رسول الله ﷺ احادیث او د اسلامي فقهې اصول بیان شول. د سمینار پر مهال ښاغلي منذر وویل چې د جماعت لمونځ نه یوازې د الله تعالی د رضا لامل کېږي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او نظم ښکاره نښه هم ده. رسول الله ﷺ دا لمونځ تر انفرادي لمانځه ۲۷ چنده غوره ګڼلی دی هغه زیاته کړه چې د جماعت لمونځ د اسلامي ټولنې د رغونې بنسټ دی. او لمونځ یوازې یو انفرادي عبادت نه دی، بلکې د ټولنیزې همغږۍ، روحانیت او انضباط ښکارندوی هم دی.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۹
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د فکري ودې په موخه د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د فکري او روحي ودې په موخه "د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور" تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۲
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسیل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.

د غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ګمارنې عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسیل پروګرام لس ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې په پنځو تشو اداري بستونو کې د وړ او په کارپوه کسانو د ګمارنې په موخه له شاو او خوا ۶۷ پر شرایطو برابر پېژندل شوو داوطلبانو څخه ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري چې پکي د مالي او اداري چارو مرستیال، علمي چارو مرستیال، د کارکوونکو چارو آمر ، د کرنې پوهنځي یو تن استاد او د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو او. . .

BACK TO NEWS