غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۹:۴۹
fg

ورځ: دوشنبه
۳/رمضان المبارک/ ۱۴۴۶ه ق
۱۳/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش
۳/ مارچ / ۲۰۲۵ ميلادي  

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق لپاره مهمه ناسته ترسره شوه. یاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، په مشرۍ جوړه شوي وه، چې پکې د مالي او اداري چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد آمریت آمر، ګډون درلود.

د ناستې موخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق څرنګوالي ته توجه کول او د هغه اړوند ستونزې او حللارې څېړل وو. د پوهنتون رئیس پرېګړه وکړه، چې یاد قانون څلور فصلونه لري، باید هر فصل یې د یوې ربعې په جریان کې د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته سم تشریح او ور وپېژندل شي.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوو څانګو ( معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو) لپاره نوي آمرین معرفي او رسماً یې خپلي چاري پیل کړې.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې آمریت لپاره پوهنیار فرید احمد درمل او د معلوماتي سیستمونو څانګې آمریت لپاره نوماند پوهنیار نورالله آرین د نویو آمرینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۳:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې میاشتنۍ ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ؛ او د کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د نشر او پروسیس په موخه په فعالیت پیل وکړ.

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په لړ کې د علمي او څېړنیزې مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د ثبت، ارزونې، پروسیس او نشر رسمي بهیر. . .

BACK TO NEWS