غزني پوهنتون کې د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی غوښتنو او شکایتونو اورېدلو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.
تېره شپه د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی د غوښتنو او شکایتونو د اورېدلو په موخه، له لیليې څخه ځانګړې لیدنه ترسره کړه.
د دغي لیدنې پرمهال عمومي رئیس په لیلیه کې د مېشتو محصلینو له اطاقونو لیدنه وکړه او د محصلینو نظریات، غوښتنې او شکایتونه یې واورېدل او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې باید د بیت المال ساتنې ته جدي توجه وکړي او خپل نظافت مراعات او د ورورګلوي له مخي ژوند وکړي، محصلینو هم خپلې ستونزې، غوښتنې او نظریات شریک کړل او ډاډ ورکړل شو چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
دغه لیدنه د محصلینو له خوا هم وستایل شوه او هیله یې وښوده چې یادې هڅې به د هغوی د تعلیمي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۰ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۹ مه
