غزني پوهنتو کې د کرنې پوهنځي استادانو ته په څېړنه کې د احصایوي روشونو کارونې ترسرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۴۹
tp

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختګ آمریت له لوري؛ او په افغانستان کې د ناروي کمېټې په ملاتړ د کرنې پوهنځي استادانو ته د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په څېړنه کې د احصایوي روشونو کارونې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د یاد پوهنځي استاد پوهنمل ثابت احمد باوري په څېړنه کې د احصایوي روشونو کارونې اړوند ترتیب کړی پرېزیټېشن؛ چې پکې د څېړنیزو مقالو او علمي پروژو په چمتو کولو کې د احصایوي میتودونو پر ارزښت، د معلوماتو د تحلیل پر معاصرو طریقو او د څېړنې د پایلو پر علمي تفسیر، د احصایوي سافټویرونو د عملي کارونې، د څېړنیزو معلوماتو د سم راټولولو، تحلیل او وړاندې کولو او د څېړنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

وروسته د دغه پوهنځي يو بل تن استاد پوهنمل دوکتور مهدي صمیم په زراعت او صحت کې د ملاتونینو رول اړوند هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

دغه سمینار د استادانو ترمنځ د علمي تجربو د شریکولو او د څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وبلل شو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۶ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۶ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS