غزني پوهنتون کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳۴
bu

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړېدو چارې په چټک بهیر کې دوام لري او تمه ده چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادي پرمختیایي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیونه افغانۍ ښوودل شوی.
په ورته مهال، د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث عبدالهادي ذوالهادي وایي، دغه څېړنیز فارم چې په شل جریبه ځمکه جوړیږي ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې سږ کال به یې د ځمکي هوارکاري، د خاوري تبدیلي او پر ځای یې د ۵۰۰ متره مکعب حاصل خېزي خاوري اچول، د ژوری څاه کیندل، د اوبو ذخیرې جوړول او د سولر سیستم او ګودام جوړولو چاري به یې په نیږدې راتلونکي کې بشپړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
محصلین بیا د دغې پروژې له تطبیق څخه خوښي څرګندوي او وایي چې د دغه فارم له جوړېدو سره به د دوی مسلکي وړتیاوې نورې هم پیاوړې شي او د بازار اړتیاوو ته به په ځواب ویلو کې پیاوړي شي. دوی همدارنګه د کرنې د پرمختګ او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ددې ډول پروژو ډېرېدنه مهمه بولي.

د یادونې وړ ده چې غزني ولایت د کرنیزو محصولاتو له پلوه یو مهم ولایت دی او د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د پروژو پلي کول به د بزګرانو او ټولنې په اقتصادي وده کې اغېزمن رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه، ۵ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS