غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو علمي ظرفیت لوړولو په موخه د پروپوزل لیکلو تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۲
xl

ورځ: چهار شنبه
۲۸ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جون ۲۰۲۵ م

د علمي څېړنو ارزښت ته په کتو نن ورځ په غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ۴۳ تنه محصلینو ته د علمي ظرفیت لوړولو په موخه د "پروپوزل لیکنې" تر عنوان لاندې چې موخه یې د محصلینو د څېړنیزو پروپوزلونو لیکلو اصولو، جوړښت او علمي معیارونو سره بلدتیا وه تر سره شو.
دغه سمینار د څېړنو  او علمي مجلې معاونیت د ټولنیزو علومو کارپوه محمد کامل احمدي لخوا وړاندې شو. نوموړي د پروپوزل لیکلو د بېلابېلو مرحلو، علمي منابعو کارونې، او د څېړنیزې پوښتنې جوړونې په هکله تفصیلي وضاحت ورکړ. او دارنګه يې د پروپوزل پېژندنه او اهمیت، د څېړنیزې موضوع انتخاب، د پروپوزل جوړښت (سرلیک، شالید، ستونزه، موخې، پوښتنې، میتودولوژي، منابع) او د علمي منابعو موندنه او حواله ورکول، د اخلاقي معیارونو مراعت، د پروپوزل وړاندې کولو طریقه په بشپړه توګه روښانه کړه.

باید وویل شي چې د پروپوزل لیکنې سمینار یو اغېزناک علمي پروګرام و، چې د محصلینو د څېړنیزو مهارتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې دغه ډول پروګرامونه به د محصلینو د علمي لاسته راوړنو لپاره بنسټیز رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS