غزني پوهنتون کې د پسرلني سمیسټر وروستۍ ازموينې په بشپړ نظم او پوره شفافیت سره پای ته ورسېدې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۱۵
nm

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۳، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۶، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای، ۲۸، ۲۰۲۵م
 
  غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د پسرلني سمیستر وروستۍ ازموينې، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او اداري کارکونکو په ګډو هڅو سره، د بشپړ نظم او پوره شفافيت په فضا کې پای ته ورسېدې. 
د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ازموینو د بهیر د ارزونې پر مهال وویل:
موږ ژمن یو چې خپلو محصلینو ته د زده‌کړو یو سالم، شفاف او رقابتي چاپېریال برابر کړو، د پسرلني سمیستر ازموینې مو د شفافیت، دقت او نظم له اصولو سره سمي ترسره کړې.
دا ازموينې د ټولو پوهنځیو په کچه، د معیاري ارزونې له مخې ترسره شوې، او د هر پوهنځي اداري هیئت د بهیر څارنه وکړه. محصلین، استادان او د ازموینو د کمیټې غړي د منظم مهال‌وېش، واضحو طرزالعملونو او شفافې فضا له امله خوښي وښوده.د ازموینو پر مهال ټول تخنیکي، اداري او امنیتي تدابیر نیول شوي وو، ترڅو د هر ډول احتمالي ستونزو مخنیوی وشي. استادانو د پوښتنو ترتیب او ارزونه له اصولو سره سم ترسره کړې او د محصلینو لپاره یې د شفافې نمرې ورکونې زمینه برابره کړې.
د پوهنتون مشرتابه هیله څرګنده کړه چې د راتلونکو سمیسترونو لپاره به هم دا شفافیتي سیستم لا پراخ او معیاري شي، او د زده‌کړې کیفیت ته به لا زیاته پاملرنه وشي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا. . .

BACK TO NEWS