غزني پوهنتون کې د پسرلني سمیستر وروستنۍ ازموینې په منظم او رسمي ډول او د پوره شفافیت له مخي پیل شوې.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۶
ni

قمري نېټه: محرم الحرام  ۹، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۴، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۵، ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د پسرلني سمیستر وروستنۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم؛ په پوره شفافیت او ډاډمنه فضأ کې پیل شوې. دا ازموینې د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو او څانګو محصلینو لپاره په منظم ډول تنظیم شوې دي.

د ازموینو په لومړۍ ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د استادانو چارو آمر پوهنمل نقیب الله حقاني او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي د ازموینو له صحنو څخه د ارزوونې په موخه لیدنه ترسره کړه.
د دغې لیدنې پرمهال ښاغلي حمزه د استادانو او محصلینو د ستونزو پوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کړې چې سږکال هم د تیرو کلونو په څېر د ازموینو پروسه د شفافیت، نظم او عدالت پر بنسټ ترسره کړو. محصلین باید له دې فرصته سالمه استفاده وکړي او خپل علمي ظرفیتونه وښيي."

محصلین هم د ازموینو پیل د ښه نظم، پوره شفافیت، ارامه او مناسب چاپیریال څخه خوښي ښيي، 

د یادونې وړ ده چې غزني پوهنتون دا مهال د ۶ پوهنځیو او لسګونو څانګو په لرلو سره زرګونه محصلین روزي. د پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې د علمي شفافیت، پرمختګ او زده‌کړو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS