غزني پوهنتون کې د محصلینو د هڅونې او تشویق په موخه معلوماتي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۵:۱۶
nl

قمري نېټه: ربیع الاول ،٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢٧ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو د مرستیال مفتي عزت الله نوري له لوري د محصلینو د علمي هڅونې او تشویق په پار ځانګړې معلوماتي ناسته ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.
په دغه ناسته کې ښاغلي نوري محصلینو ته وویل چې باید د خپلو زده کړو ترڅنګ د څېړنې، نوښت او علمي فعالیتونو پر لور لا ډېره توجه وکړي، تر څو د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه ولري.
او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو چې د محصلینو وړتیاوې لا پسې وغوړوو او هغوی وهڅوو چې د زده کړو او نورو مهارتونو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم اغېزمن رول ولوبوي. او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې خپل صورت او سيرت اصلاح او پنځه وخته د جماعت پابنده واوسي.
محصلینو د داسې ناستو په ترسره کېدو خوښي وښوده او دا یې د محصلینو د فکر د غوړېدو، هڅونې او لاسته راوړنو د ودي لپاره مهم ګام وباله.
دغه معلوماتي ناسته د یو لړ علمي او روزنیزو پروګرامونو برخه ده، چې غزني پوهنتون یې د محصلینو د ظرفیت لوړولو او د هغوی د معنوي هڅونې لپاره پلان کړي دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا. . .

BACK TO NEWS