غزني پوهنتون کې د مالې او اداري چارو مرستیال د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د مشورې، اداري بهیر د چټکتیا او همغږۍ اړوند ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۷
dr

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذولهادي د پوهنتون د اداري، مالي او تدریسي چارو د لا ښې همغږۍ، د کارونو د شفافیت، او اداري بهیر د چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې شیخ صاحب د ګډونوالو هرکلی وکړ او د مسؤلیت، په کارونو کې د شفافیت، د بیت المال د ساتنې او په کارونو کې د مشورې اړوند یې خبري وکړې؛ نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره د ټولو ادارو ترمنځ ګډ کار، مسؤلانه همکاري او دوامداره اړیکه خورا مهمه ده.
وروسته د پوهنځیو رئیسانو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او اړوند پوهنځیو د ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې. هغوی ټینګار وکړ چې د پوهنتون تدریسي بلاکونو بیا ترمیم او زیربنایې برخو باندې ډیر کار وشي.

په پای کې، شیخ صاحب د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل لپاره به پر خپل وخت لازم ګامونه پورته کړي. او زیاته یې کړه چې د پوهنتون اداره هڅه کوي چې ټولو پوهنځیو ته د اسانتیاوو برابرولو، د اداري بهیر د منظمولو او د شفاف کاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه، ۱۳، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۴، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د غزني پوهنتون لپاره نوی ماسټر پلان او تفصیلي پلان بشپړ او په نیږدې راتلونکې کې به له دغه پوهنتون سره په رسمي ډول شریک کړل شي.

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت په هڅو د دغه پوهنتون د پرمختګ لپاره نوی ماسټر پلان او تفصیلي ساختماني نقشې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې به له پوهنتون سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال د خزاني سمیستر نهایې ازموینې په پوره شفافیت او ډاډمنه فضأ کې پیل شوې.

غزني پوهنتون کې، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمېستر نهایي ازموینې د بشپړ شفافیت او منظم مدیریت په فضاء کې پیل شوې.
 د پیل شوو ازموینو له صحنو څخه د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۴۲
Background image

غزني پوهنتون کې د نوي رئیس صاحب د ښه راغلاست او پېژندنې، او مخکینې رئیس صاحب د مخه ښې مراسم د یوې رسمې غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د حکم په اساس د هیواد د څو ولایتونو د پوهنتونونو د رئیس صاحبانو د تغیر او تبدیل په ترڅ کې نن ورځ د غزني پوهنتون نوی رئیس شیخ مولوي عبدالمالک. . .

BACK TO NEWS