غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسولینو په حضور کې پیل شوې.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۳۳
uy

غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسؤلینو په حضور کې پیل شوې.

په ورته مهال د ښاروالۍ مسؤلینو وویل: چې د غزني پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او سرسبزه کولو په موخه يې د یاد پارک د جوړولو لپاره یې د سرسبزۍ او تنظیف کمېټې ته دنده سپارلې، څو د پروژې چارې منظمې، پر وخت او د ټاکل شوي پلان له مخې پر مخ یوسي. او زیاته يې کړه چې یاد پارک به د پوهنتون د استادانو، محصلینو او کارکوونکو لپاره د تفریح، استراحت او سالم چاپېریال برابرولو په موخه جوړ شي او هڅه کېږي چې د شنو ساحو پراختیا او د پوهنتون چاپېریالي وضعیت به لا پیاوړی شي.

په همدې حال کې، د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شېخ عبدالهادي ذوالهادي د ښاروالي ریاست له مسؤلینو د مننې ترڅنګ د دغه د پارک د چارو د پیل هرکلی وکړ او ویې وویل، چې دا ډول پارکونه به د پوهنتون د فزیکي چاپېریال د ښه‌ والي او د محصلینو د روحي هوساینې لپاره مهمه اغېزه ولري.

 

باید وویل شي چې د یاد پارک د جوړولو چارې به د ښاروالۍ ریاست اړوند تنظیف او سرسبزۍکمېټې تر څارنې لاندې پر مخ ځي او له بشپړېدو وروسته به د پوهنتون په واک کې ورکړل شي.

 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

نېټه: شنبه

۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک١١ مه

۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۹ مه

۲۰۲۶م، فبروري ۲٨مه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره د (۳۶) ټوکه علمي، ادبې او کلتوري کتابونو مرسته وشوه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو د هڅو او بهرنیو همکاریو د جلب په ترڅ کې او د یاد پوهنځي د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړاوي او علمي تشو د ډکولو په موخه د (۳۶) ټوکه بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارزښتونو د ترویج په موخه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د نبي کریم ﷺ د سنتو د اتباع اړوند یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS