غزني پوهنتون کې استادانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۶
xc

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري استادانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.
په یاد تدریسي پروګرام کې د ټولو پوهنځیو استادانو ګډون درلود. چې پر مهال یې د جریدې محتوا په تفصیلي ډول تشریح شوه او د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د تطبیق ارزښت، قانوني حیثیت او د علمي بنسټونو په چارو کې یې اغېز وڅېړل شو.
په ورته مهال رئیس صاحب ټینګار وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونه او حکمونه د اسلامي شریعت، ملي ګټو او ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړ دي او د پوهنتونونو استادان مکلف دي چې د خپلو تدریسي، اداري او مسلکي چارو پر مهال یادې لارښوونې په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.
د پروګرام ګډونوالو دغه ډول علمي او ارشادي ناستې ګټورې وبللې او څرګنده یې کړه چې د جریدې تدریس د استادانو د پوهاوي د لوړولو، د واحد فکري دریځ د رامنځته کولو او د نظام د پالیسیو د سم تطبیق په برخه کې مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې یاده جریده په اونۍ کې هره سه شنبه د عمومي رئیس له لوري استادانو ته تدریس او تشریح کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۳ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۷:۱۳
Background image

د غزني ولایت والي، د غزني پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلینو یوې پراخې غونډې ته د وینا ترڅنګ په پوهنتون کې له روانو زېربنايې پرژو څخه هم لیدنه ترسره کړه.

د غزني ولایت والي، الحاج ملا عبدالصمد جاوید د غزني پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلینو سره په یوې پراخې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه چې د پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ او د  استادانو،. . .

BACK TO NEWS