غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ پیل شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۵۷
ty

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري  اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اسلامي نظام د تطبیق، د نظم او مسؤولیت د لا پیاوړتیا، او د اسلامي اصولو د ژور درک په موخه، د عا‌لیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ رسماً پیل شوه.
د دغو درسونو د پیل پرمهال د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل د ټولو فرامینو اهمیت ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې دا فرمانونه د اسلامي نظام د بنسټونو د ټینګښت، د عدالت د تحقق، او د ټولنې د اصلاح لپاره یو غوره لارښود دی.
ښاغلي خلیل زیاته کړه چې د یادو فرمانونو تدریس نه یوازې د پوهنتون د کارکوونکو دیني بصیرت زیاتوي، بلکې د اداري چارو په سم‌پلي کولو او د بیت‌المال په امانت‌دارۍ کې هم مهم رول لري.

د فرنانونو د تدریس لړۍ به په منظم ډول دوام ومومي، او د هرې ناستې په ترڅ کې به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د یو شمېر مهمو فرمانونو تشریح او توضیح وشي، ترڅو د اسلامي نظام لارښوونې د عمل په ډګر کې پلي شي.

په پای کې مولوي صاحب خلیل له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو عملي کولو ته ژمن پاتې شي او د اسلامي امارت د اصولو مطابق خپل کاري مسؤلیتونه ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه، ۲۶، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۷، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د انګلیسي ژبې دری میاشتنۍ زده کړه ییزه برنامه پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري محصلینو ته د انګلیسي ژبې پیل شوې درې میاشتنۍ زده کړه‌ییزه برنامه پای ته ورسېده. دغه برنامه چې د یاد معاونیت او یو خصوصي کورس د ګډو علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره او د لیلیې د محصلینو لپاره د صحي خدماتو د اماده کولو ترڅنګ په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

د غزني پوهنتون رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه؛ چې پکې د محصلینو د هوساینې، تدریسي چارو د پیاوړتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۷:۴۳
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس د مسلم خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن او ورسره پلاوي چي پکې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل شامل وو؛ نن د مُسلم خصوصي. . .

BACK TO NEWS