غزني پوهنتون لپاره د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ اداري او د لیلیې وسایل وپېرل شول

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۱:۱۹
cv

په پېرل شویو وسایلو کې ۱۱۰ قلمه د اړتیا وړ الکترونیکي وسایل لکه؛ لپټاپ او ډیسټاپ کمپیوټرونه، ساده او رنګه پرینټرونه، اداري وسایل لکه؛ قرطاسیه (سپین کاغذونه، قلمونه)، میزونه، چوکۍ او د لیلیې د تجهیز وسایل، د آشپزخانې وسایل او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

د یاد پوهنتون مسؤلین وایې چې دې وسایلو سره به د پوهنتون په اداري او علمي چارو کې د پام وړ بدلون راشي او ورځني کارونه به لا چټک او منظم شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه پوهنتون کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د څو لویو او کوچنیو پروژو کارونه عملاً جریان لري، چې ډېر ژر به ګټې اخیستني ته وسپارل شي.

نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۲مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۴مه

۲۰۲۵ م د جنوري ۲۳مه

////////////////////

به ارزش ۱۱ میلیون افغانی وسایل مورد نیاز اداری و لیلیه برای پوهنتون غزنی خریداری شد

وسایل خریداری شده در مجموع شامل ۱۱۰ قلم وسایل مورد نیاز الکترونیکی از قبیل؛ کمپیوتر های لپتاپ و دیسک تاپ، پرنتر های ساده و رنگه، وسایل دفتری از قبیل؛ قرطاسیه (ورق سفید، قلم) میز، چوکی و وسایل تجهیز لیلیه؛ از قبیل وسایل آشپز خانه و دیگر اقلام مورد نیاز را شامل می شود.

مسوولان پوهنتون یاد شده می گویند که با این وسایل تغییرات چشم گیری در امور اداری و علمی پوهنتون ایجاد خواهد شد و امورات کاری روزانه سریع تر و منظم تر خواهد گردید.

قابل یاد آوری است که به ارزش ۳۰ میلیون افغانی کار چند پروژه های بزرگ و کوچک در پوهنتون یاد شده عملا جریان دارد که در آینده نزدیک این پروژه ها به بهره برداری سپرده خواهد شد.

پنج شنبه مورخ:

۲۲رجب المرجب ۱۴۴۶ هــ.ق

۴ دلو ۱۴۰۳ هــ.ش

۲۳جنوری ۲۰۲۵ م

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS