غزني پوهنتون عمومي رئیس د محصلینو له استازو سره د هغوی د غوښتنو اوریدلو او ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۴
aw

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د چهارشنبې په ورځ د محصلینو له استازو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه څو د هغوی غوښتنې او ستونزې له نېژدې څخه واوري.

په غونډه کې د ټولو پوهنځیو استازو ګډون کړی وو. چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شيخ صاحب ته بیان کړل. محصلینو په ځانګړي ډول د درسي سهولتونو پیاوړتیا، د تحصیلي چاپېریال ښه کولو په اړه یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

شیخ صاحب د محصلینو ستونزو له اورېدو وروسته د دوی وړاندیزونه مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو معقولو غوښتنو د پوره کېدو لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه چې محصلین د پوهنتون اصلي محور دی او د هغوی ستونزو ته رسیدګي د ادارې لومړیتوب ګڼل کېږي.

هغه ګډونوالو ته وویل: موږ به هڅه وکړو چې د امکاناتو په کچه د محصلینو غوښتنې پلې کړو او داسې علمي فضا رامنځته کړو چې ځوانان وکولی شي په ډاډه زړه خپل تحصیلي سفر ته دوام ورکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS