د غزنی پوهنتون د مالی کمېټې ناسته ترسره شوه، او د تدارکاتو کلني راپور د وړاندې کولو ترڅنګ پکي د نویو اخیستل شویو کمپیوټرونو او پرینټرونو د وېش پرېکړه وشوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۲۸
az

ورځ:دوشنبه

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب ۱۲مه

د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جدي ۲۴مه

او د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ ۱۳مه

د غزني پوهنتون د مالی کمېټې ناسته د ملي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په مشرۍ ترسره شوه. او په یو شمیر مهمو او متفرقه مسایلو باندي د خبرو ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

ناسته د کلام الله د مبارک آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه. ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي خالد، د ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی د صحت پوښتنه وکړه او د الله تعالی له دربار څخه یې په کارونو کې د کامیابۍ دعا وکړه.

په دې ناسته کې د پوهنتون لپاره د اخیستل شویو اداري اجناسو لکه د کمپیوټرونو او پرینټرونو وېش په اړه پرېکړه وشوه چې دغه وسایل تر زره توزیع ترڅو اداري چاري لا منظمي او چټکي شي. او همدارنګه د تدارکاتو کلنی راپور، چې د تدارکاتو آمریت د آمر ښاغلي حزب الله نقشبندی له خوا وړاندې شو، د پوهنتون مالي وضعیت او د بودیجې مصرف وضاحت یې وړاندي کړ.

د راپور له مخې، په پوهنتون کې یوشمیر لویې او وړې پروژې رواني دي چې د ځینو کارونه یې له شپېته فیصده تر اتیا فیصده پوري مخته تللي او پاتي کارونه به د روان کال تر پایه بشپړ او ګټي اخیستني ته به وسپارل شي.

په دغو پروژو کې د پوهنتون د پیاده روونو جدولونو او احاطوي دیوال ترمیم، د زراعت پوهنځي لپاره د څېړنیز فارم، د برق انتقال، د اوبو څاه او لیلیې لپاره د طعام خونې د پاتي کارونو او یو شمېر نورو تدارکاتي پروژو ترسره کول شامل وو.

په ناسته کې د پو یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندي هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې. ناسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا. . .

BACK TO NEWS