د غزني پوهنتون محصلینو ته د افغانستان اسلامي بانک له لوري د اسلامي بانکوالي د خدماتو او محصولاتو د پیژندني تر عنوان لاندي یو ورځنی سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳۵
gh

دوشنبه : ۹/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۱/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۱/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون محصلینو ته د افغانستان اسلامي بانک له لوري د اسلامي بانکوالۍ د خدماتو او محصولاتو د پېژندني تر سرلیک لاندي يو ورځنی سیمینار وړاندي شو. دغه سیمینار چې د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کې دائر شوي وو پکي د پوهنتون د رهبري استازو ترڅنګ، استادانو، د اسلامي بانک څخه راغلي پلاوي او محصلینو شتون درلود.

چې پیل یې له اجنډا سره سم د کلام الله په مبارکو آیاتونو سره وشو ورپسې د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب د اسلامي بانک څخه راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د دوی له رهبري مننه وکړه چې دیته ورته سیمینارونه ترسره کوي وروسته یې د دغه سمینار په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او ویې ویل چې اسلامی بانکوالي او اسلامي اقتصاد یو له مهمو او ضروري موضوعاتو څخه ده چې موږ او تاسو یې باید په اړه پوره او جامع معلومات حاصل کړو.

وروسته د افغانستان اسلامي بانک شرعي مشاور ښاغلي محیب الله شریف د اسلامي بانکوالۍ په تاریخچه معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چې

اسلامي بانکدارۍ د رسول اکرم (ص) له زمانې څخه را شروع او تر نن عصري کېدو پوري یې دری پړاوونه طي کړي او ویې ویل چې په افغانستان کې د اسلامي بانک په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په فعالیت پیل وکړ او همدارنګه یې د اسلامي بانک د ایجاد په دلایلو خبري وکړې.

ورپسې د دغه بانک شرعي امورو آمر ښاغلي محمد ادریس حماد د افغانستان اسلامي بانک په خدمتونو او د یاد بانک د محصولاتو په اړه او همدارنګه له نورو بانکونو سره په توپیر خبري وکړې هغه وویل چې اسلامی بانک د شرعي عقودو له مخي خپلي چاري مخته وړي او د اسلامی بانکوالي په اصولو او د شرعي عقودو په ترسره کولو خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندي کوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي بانک دوه برخي لری د خلکو د دارائې جمع کول او دوهمه برخه کې یې خلکو ته بیرته خدمات وړاندي کوي او همدارنګه اسلامي بانک د شریعي عقودو، مرابحې، اجارې، مشارکې او د پیسو په لېږد رالیږد او د اسلامی بانک په چوکاټ کې د آنلاین بانکوالۍ اړوند یې وړاندي کړل.

د سیمینار په پای کې استادانو او محصلینو د موضوع اړوند پوښتني وکړې چې د دوی پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو سره ننی سیمینار پای ته ورسیدل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او په یو لړ علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا  ناسته د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او اړوندو علمي غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې پر یو لړ مهمو علمي، تدریسي او اداري موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا. . .

BACK TO NEWS