د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارټمنټ آمریت لپاره یو تن آمر معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۲۷

یکشنبه: ۳/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۱۵/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۶/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د خپلو چارو د لا ښه سمون او په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه د اسلامي ثقافت ډیپارټمنټ آمریت لپاره ښاغلی استاد شیرعلي ابو یوسف د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، او د شرعیاتو پوهنځی رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور او د ياد پوهنځي د استادانو له لوري نن ورځ رسماً معرفي او په دنده یې پیل وکړ، د دغه آمر د معرفت پر مهال د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي عمر منصور دغه آمر ته د مبارکي ترڅنګ په خپلو چارو کې له الله ج نه بریا وغوښته او ویې ویل چې تاسو ته اوس یو خدایې مسؤلیت در له غاړي شو نو اوس باید خپلو کارونو ته لاښه متوجه او دغه درسپارل شوي چاري د کلک هوډ او قوي ارادې له مخي سرته ورسوې او د پوهنتون او یاد پوهنځی د چارو د ترقي او د کارونو د پرمختګ لپاره کار وکړې، همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي منیب هم دغه آمر ته د مبارکي ترڅنګ په کارونو کې د لا بریالیتوبونو غوښتنه وکړه او ورسپارل شوي مسؤلیت یې یو دروند پېټی یاد کړ او ویې ویل چې باید دغه مسؤلیت یو خدایې مسؤلیت وبولو او هره کړنه باید د پاک نیت او اخلاص له مخي ترسره کړو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS