د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۳۳
af

سه شنبه: ۲۸/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۰/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۱/اكتوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې د دغو مراسمو د پیل سره سم د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي فارغو محصلینو ته مبارکې وویله او له دوي څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغو زده کړو بسنه ونه کړي او د لا پرمختګ لپاره دي خپلي زده کړي د ماستري او دوکتورا تر کچي پوري ورسوي او همدارنګه په خپلو وظایفو کې دي نظام او هیواد ته ژمن پاتي شي او خپلي چاري دي د پوره اخلاص او ایماندارۍ له مخي ترسره کړي او دغو محصلینو ته یې په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او له استادانو یې مننه وکړه چې په اسلامي او ښه روحیه سمبال محصلین یې روزلي او نن ورځ یې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوي وروسته د دغه پوهنځي محصلینو د فایلیک (مونوګراف) دفاع ګاني په ترتیب سره پیل او هر محصل له خپلي موضوع څخه دفاع وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزي فرمان د تطبیق او ښه پوهاوي په موخه سمینار تر سره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت، ارشاد آمریت او نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت په ګډه همکاري اداري کارکوونکو ته د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې فرمان اړوند علمي او د عامه پوهاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون خپله اتمه ګڼه علمي او څېړنیزه مجله تر بشپړیدو وروسته چاپ او نشر ته وسپارله.

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزه مجله چې د هېواد د لوړو زده کړو د بنسټونو له مهمو علمي خپرونو څخه ده، خپله اتمه ګڼه یې تر بشپړیدو وروسته د چاپ او نشر لپاره وسپارله.
دغه علمي مجله د غزني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د غزني پوهنتون کې له یو شمېر محصلینو څخه د "ځوان نسل فکري روزنه او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندې د کتاب سیالۍ ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلینو تر منځ د فکري ودې، علمي هڅونې او فکري ثبات د پیاوړتیا په موخه، د «ځوان نسل فکري روزنه او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر عنوان لاندې د کتاب سیالۍ. . .

BACK TO NEWS